د امریکې د متحده ایالتونو د مرکزي بانک او د خزانه‌ دارۍ وزارت له چارواکو سره د آنلاین غونډې جوړېدل

Mpoya
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۱۱:۳۲
د امریکې د متحده ایالتونو د مرکزي بانک او د خزانه‌ دارۍ وزارت له چارواکو سره د آنلاین غونډې جوړېدل

۱۳۹۹ د کب ۲۰ مه – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د امریکې د متحدو ایالتونو د مرکزي بانک او خزانه‌دارۍ وزارت له چارواکو سره په آنلاین غونډه کې خبرې وکړې.

دا غونډه چې له نړیوالو مالي مؤسسو او ادارو سره د اړیکو د ټینګښت او تنظیم لپاره د معلوماتو د شریکولو په برخه کې د معقولو پولي او مالي پالیسیو د طرح کولو او جوړولو په موخه جوړه شوې وه، په اوږدو کې یې پر تخنیکي همکاریو، د معلوماتو او تجربو  پر شریکولو بحث او نظرونو تبادله شول.

د امریکې د متحدو ایالتونو د مرکزي بانک چارواکو د افغانستان بانک سره د هر ډول تخنیکي همکاریو، معلوماتو او تجربو د شریکولو ژمنه وکړه او د مرکزي بانکونو تر منځ یې د اغېزناکو اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته