په مرکزي زون کې د افغانۍ زاړه بانکنوټونه وسوځول شول

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۰ - ۱۵:۳۲
په مرکزي زون کې د افغانۍ زاړه بانکنوټونه وسوځول شول

۱۴۰۰ د سلواغې ۱۰ مه– د افغانستان بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادې پر بنسټ یو سل او پنځوس میلیونه زاړه او له کاره لویدلي بانکنوټونه د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې تر دقیقې شمېرنې وروسته و سوځول شول.

د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي عبدالقاهر ( حاجي ادریس) له دې پروسې څخه د لیدنې پر مهال یادونه وکړه چې د افغانستان بانک تل هڅه کوي چې د درنو هېوادوالو لپاره اړینې بانکي آسانتیاوې رامنځته کړي. نوموړي زیاته کړه چې د زړو بانکنوټونو راټولول او په نویو د هغو بدلول هم د خلکو لپاره آسانتیاوو د رامنځته کولو په خاطر په نظر کې نیول شوي دي.

د هغه په خبره دا چې بانکنوټونه له وخت وړاندې زاړه او له کاره لوېږي، دا د دې څرګندونه کوي چې هېوادوال د سوداګریزو راکړو او ورکړو پر مهال د بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه نه کوي.

د افغانستان بانک سرپرست له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د سوداګریزو راکړو او ورکړو پر مهال د بانکنوټونو ساتنې ته پوره پاملرنه وکړي، څو په دې وسیله د بانکنوټونو له ژر زړیدو څخه مخنیوی وشي.

د یادونې وړ ده، چې په راټولو شویو بانکنوټونو کې د افغانۍ لسګون او شلګون نوعې شاملې وې، چې د عدلیې او مالیې وزارتونو، اړوندو ادارو او د افغانستان بانک د بېلابېلو څانګو استازو په شتون کې تر دقیقې شمېرنې وروسته بارګیري او د سوځولو ځانګړو کرو کې له منځه یوړل شول.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

بېرته خبرونه ته