د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو د پراختیا په اړه د پوهاوي غونډه

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۴ - ۱۵:۵۴
د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو د پراختیا په اړه د پوهاوي غونډه

۱۴۰۰ د سلواغې ۲۴ – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا پر مشرۍ د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو د پراختیا په اړه د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو له آمرینو سره د پوهاوي غونډه جوړه شوه.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د غونډې په پیل کې یادونه وکړه چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې په هېواد کې د بانکوالۍ له پراختیا سره، د شریعت په رڼا  کې مالي خدمتونه وړاندې کړي.

نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کې له فساد سره مبارزه، په چارو کې همغږي او په وخت سره د کړنو تر سره کول د ارزښت وړ اصول یاد کړل او د بانک له کارکوونکو یې وغوښتل چې یادو اصولو ته جدي پاملرنه وکړي.

باید یادونه وشي چې په یاده غونډه کې په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو د پراختیا په اړه د غونډې له ګډونوالو سره هر اړخیز معلومات شریک شول او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

د افغانستان بانک پر بانکي سکتور د هېواد د مقرراتي او څارونکي بنسټ په توګه درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو د پراختیا په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو درېغ و نه کړي او د هېواد په اقتصادي وده کې به خپل مثبت رول تر سره کړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته