له ختیځ زون څخه د افغانستان بانک د سرپرست رئیس پر مشرۍ د پلاوي لیدنه

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۱ - ۱۵:۱
له ختیځ زون څخه د افغانستان بانک د سرپرست رئیس پر مشرۍ د پلاوي لیدنه

۱۴۰۱ وری ۱۱ مه- د افغانستان بانک د زونونو او نمایندګیو څخه د لیدنې او څارنې په لړ کې دا ځل د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي حاجي ادریس له یو پلاوي سره چې د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلی صدیق الله خالد هم ور سره دی، ختیځ زون ته سفر وکړ.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلی حاجي ادریس چې د افغانستان بانک له زونونو او نمایندګیو څخه د لیدنې او څارنې او د بانکي سکتور د ستونزو د حل او په دې برخه کې له اړوندو ادارو سره د شته خنډونو د له منځه وړلو په موخه یې ولایتي سفرونه پیل کړي دي ختیځ زون ته ورسېد او د دې زون د نمایندګیو له استازو سره یې د یوې غونډې په اوږدو کې هر اړخیز بحثونه تر سره کړل.

د دې غونډې ګډونوالو  په پیل کې د اړوندو نمایندګیو او د سوداګریزو بانکونو په اړه خپلې ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې د افغانستان بانک له سرپرست رئیس سره شریک کړل او په دې اړه د همکارۍ غوښتونکي شول.

ورپسې، د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي حاجي ادریس د افغانستان بانک د ختیځ زون د نمایندګیو او د سوداګریزو بانکونو د څانګو ترمنځ د چارو پر همغږي د ټینګار ترڅنګ د کارونو د لا ښه والي او خلکو ته د خدمت او ستونزو د حل په موخه اړوندو مسوولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

د يادونې وړ ده چې دا د افغانستان بانک په تاريخ کې لومړى ځل دى چې د افغانستان بانک سرپرست د دې بانک ولایتي نمایندګیو او زونونو ته سفر کوي او له بانکونو څخه د خلکو د ستونزو د حل په موخه له نږدې ليدنه کوي او د سمونونو د راتګ لارښوونې کوي.

د سفرونو دا لړۍ چې د افغانستان بانک له ټولو زونونو لیدنه په کې وشوه د تورخم له نمایندګۍ په لیدنې سره به پای ته ورسېږي. دا سفرونو له لاسته راوړنو ډک ؤ او د خوښۍ ځای دی چې په لړ کې یې د بانکي سکتور په وړاندې ډېری ستونزې په ټولو زونونو او نمایندګیو کې حل شوې.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته