د افغانستان بانک د شرعي نظارتي بورډ غونډه جوړه شوه

۱۴۴۳ شوال ۲۸ مه – د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد پر مشرۍ د شرعي نظارتي بورډ غونډه جوړه شوه چې په کې د اسلامي بانکوالۍ اړوند بېلابېلو موضوعاتو په اړه بحث وشو.
په یاده غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد یادونه وکړه چې په هیواد کې اسلامي بانکوالي د ودې او پرمختګ په حال کې ده او تمه ده چې ډېر ژر به متعارفه بانکوالي پر اسلامي بانکوالۍ واړول شي. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان بانک مشرتابه ژمن دی چې په هیواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا لپاره د شرعي نظارتي بورډ سره هر ډول همکاري وکړي.
ښاغلي عبدالقدیر احمد وویل چې اسلامي بانکوالۍ ته د بدلون لپاره کار روان دی چې په پایله کې به یې په هیواد کې اسلامي بانکوالي د پخوا په پرتله ډېره پراختیا پیدا کړي او خلک به په ډاډ سره په هغه کې پانګه اچونه تر سره کړي.