د افغانستان بانک په ختیځ زون کې د افغانۍ د دودولو په اړه د عامه پوهاوۍ ناسته  ترسره کړه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۱۵:۱۴
د افغانستان بانک په ختیځ زون کې د افغانۍ د دودولو په اړه د عامه پوهاوۍ ناسته  ترسره کړه

د افغانستان بانک د ختیځې حوزې ساحوي مرستیال الحاج احمدزي توحیدیار او د زون اقتصاد پوه تاج محمد تمکین د ننګرهار ښاروال مولوي نعمت الله اخوند سره په ځینو سرحدي ولسوالیوکې (غني خیل، مهمند دره او لعل پور) د افغانیو د بشپړ دودولو لپاره د ذهنیت جوړنې په اړه، غونډه تر سره کړه، د ختیځې حوزې ساحوي مرستیال ښاغلي احمدزي په دې اړه وویل چې الحمدلله د ننګرهار ولایت په زیاتو ولسوالیو کې افغانۍ دود دي خو په څو ولسوالیو کې لا هم ځای ځای بهرني اسعار کارول کیږي نوموړي د ننګرهار له ښاروال څخه وغوښتل، څو د ولسوالیو ښاروالیو ته لارښوونه وکړي چې خلک دي په راکړه ورکړه کې افغانۍ وکاروي ځکه چې افغانۍ زموږ ملي هویت دی. په دی ناسته کی د ننګرهار ولایت ښاروال ژمنه وکړه چې په دې اړه به جدي اقدامات ترسره کړي، څو په یادو ولسوالیو کې د افغانیو دودیدو ته زمینه برابره شي  او ورسره به د پردیو اسعارو کارولو ته د پای ټکی کیښودل شی.

همدا ډول د افغانستان بانک د ختیځې حوزې د ساحوي دفتر مرستیال الحاج احمدزی توحیدیار د ننګرهار ولایت د کسبګرو او هټیوالو له ټولنې او د ارشاد، حج او اوقافو ریاست سره په جلاجلا توګه د افغانیو د دودولو لپاره د ذهنیت جوړولو په اړه ناستې تر سره کړي په یادو ناستو کې د اصنافو محترم رئیس عزیز الرحمن عرب او د ارشاد، حج او اوقافو محترم رئیس مولوي عبدالواسع ژمنه وکړه چې د افغانیو د دودولو په اړه به په خپل وار سره ذهنیت جوړونه کوي او اړوند ادارو او اشخاصو ته به سپارښتنه وکړي څو د ولسوالیو په مسئولینو او هټیوالو تاکید وکړي چې د افغانیو دودولو ته د خلکو ذهنیت جوړونې په برخه کې لازم اقدامات  تر سره کړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

بېرته خبرونه ته