خلکو ته د غوره بانکي خدمتونو پر وړانډې کولو د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ټینګار

۱۴۴۴ جمادي الثاني ۲۲ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا په مشرۍ د افغانستان د بانکونو ټولنې او د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د ویسټرن یونین، مني ګرام، بیه لرونکو پاڼو، مقروضینو او یو شمېر نورو مالي او بانکي موضوعګانو په اړه بحث او د نظرونو تبادله تر سره شوه.
په یاده غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا یادونه وکړه چې د افغانستان بانک ژمن دی چې د سوداګریزو بانکونو لپاره د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي. نوموړي د سوداګریزو بانکونو له استازو وغوښتل چې د افغانستان بانک د متحدالمالونو مطابق چارې تر سره کړي او درنو هېوادوالو ته یې د غوره خدمتونو پر وړاندې کولو ټينګار وکړ.
باید وویل شي چې په دې غونډه کې د سوداګریزو بانکونو استازو هم ژمنه وکړه چې د درنو هېوادوالو لپاره به غوره بانکي آسانتیاوې برابروي او پدې برخه کې به خپلې هلې ځلې دوامداره ساتي.