د افغانستان بانک معلوماتو ته لاسرسی د خلکو حق ګڼي او په جدي ډول یې رعایتوي

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۰ - ۱۵:۵
د افغانستان بانک معلوماتو ته لاسرسی د خلکو حق ګڼي او په جدي ډول یې رعایتوي

۱۴۴۴ محرم الحرام ۱۳ مه - د افغانستان بانک چارواکو ملت ته د حکومت د حساب ورکونې پروګرام په دوام کې نن د افغانستان بانک د یو کلن فعالیت او لاسته راوړنو راپور د حکومت د رسنیو په مرکز کې د رسنیو له لارې د خلکو سره شریک کړ.

په پیل کې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر (حاجي ادریس) د افغانستان بانک د مهمو لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، خوښ یم چې له دې فرصت څخه په استفادې د بانک د کړنو او فعالیتونو راپور له درنو هیوادوالو سره شریکوو.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان بانک د خپلو سیاستونو د پلي کولو او د کړنو په اړه راپور ورکولو ته خورا ډیر ارزښت ورکوي. ځکه چې د اغیزناکو مالي او پولي سیاستونو پلي کول د خلکو د پیر له ځواک څخه د ملاتړ او د ټولنې له زیانمنونکي قشر سره د همکارۍ په معنا دي او خلک حق لري، ترڅو پوه شي چې د افغانستان بانک په دې برخه کې کومې کړنې ترسره کړي دي.

ښاغلي حاجي ادریس همدا راز زیاته کړه، چې په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته د سوداګریزو بانکونو د فعالیت خوندیتوب، د نغدینګۍ مدیریت او د مشتریانو د امانتونو د ورکولو، د خلکو لپاره د لومړنیو توکو او خدمتونو د عرضه کولو په موخه د بهرنیو لېږدونو د اسانتیا او هیوادوالو لپاره د بانکي خدمتونو د وړاندې کولواو تنظیمولو لپاره بې دریغه هڅې کړې دي چې د مالي او بانکي کارپوهانو د وړاندوینو برعکس يې تراوسه په بریالۍ توګه د بانکي سکتور خوندیتوب او ټېکاو ساتلی دی.

ورپسې د افغانستان بانک د پالیسۍ ستر سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي د پولي سیاستونو د اغیزناک تطبیق او د بانکي سکتور د کړنو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، مرکزي بانک د مقرراتي چارو د تنظیم، د پیرودونکو ستونزو ته د رسېدنې، نقدینګۍ د مدیریت، د سوداګریزو بانکونو د فعالیتونو د دوام، د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو د تنظیم، د صرافانو او مالي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو، په تخنیکي کچه د خبرو اترو او د امریکا د متحده ایالتونو د خزانې څخه د عمومي جوازونو د ترلاسه کولو او  د خلکو د اړتیا وړ توکو د تورید لپاره د نړیوالو لیږدونو د اسانتیا په موخه دې ادارې اغیزناک فعالیتونه ترسره کړي دي.

د افغانستان بانک د پالیسۍ ستر سلاکار همدارنګه د مالي او بانکي ستراتیژیک پلان یادونه وکړه چې د سکټور د بیا رغولو او د بانکونو د فعالیتونو د نورمال کولو لپاره په پام کې نیول شوی او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان بانک د بانکونو د عادي کولو لپاره د شریکانو سره همکار دی، نوموړي زیاته کړه چې هیله لرو ژر تر ژره د پام وړ پایلې ترلاسه کړو.

ورپسې د بازار د عملیاتو لوی آمر ښاغلي محمد عباس سامح خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې په هیواد کې د شته ننګونو سره سره بیا هم په تېر کال کې د افغانيو نرخ د سيمې د نورو اسعارو په پرتله په نسبي ډول ثابت پاتې شوى دى.

ښاغلي سامح د هیواد د بهرنیو اسعارو د زېرمو د خلاصون په اړه د تخنیکي بحثونو د پرمختګ په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې له بهرنیو شریکانو سره په بېلابېلو کچو تخنیکي خبرې اترې شوي دي او د بهرنیو اسعارو د زېرمو په اړه هر اړخیز پلان له دوی سره شریک شوی دی.

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۶
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

د افغانستان بانک به اطلاع هموطنان عزیز می‌رساند که به‌منظور ارایه خدمات بهتر، آسان‌تر و سریع‌تر، فعالیت‌های سیستم بین‌البانکی  (ACSS)  ای سی ایس ایس از این پس به‌صورت ۲۴ ساعته فعال می. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۴
Background image

هموطنان عزیز!

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۶:۹
Background image

تدویر جلسه تحت رهبری د افغانستان بانک به منظور  گسترش پرداخت‌های الکترونیکی و جمع‌آوری دیجیتلی عواید 

۲۱ رجب‌المرجب ۱۴۴۷ - نشستی تحت ریاست  محترم صدیق‌الله خالد معاون اول د افغانستان بانک با اتحادیه و مؤسسات پول الکترونیک افغانستان برگزار گردید. در این نشست موضوعات مربوط به تطبیق حکم. . .

بازگشت به خبر