په هېواد کې د مالي او بانکي سکتور د ټینګښت او اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په موخه ګډې هڅې

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۱۳:۱
په هېواد کې د مالي او بانکي سکتور د ټینګښت او اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په موخه ګډې هڅې

د ۱۴۴۴ د شوال المکرم ۲۷ مه - د افغانستان بانک په نوښت د بانکدارۍ سکتور دټینګښت او پیاوړتیا، د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او د غیر بانکي مالي موسسو د فعالیتونو د میکانیزه کولو په برخه کې د همغږۍ او ګډو هڅو په موخه د ولایتي ورکشاپونو لړۍ د افغانستان بانک له شمال زون (مزارشریف) څخه پیل شوه.

په دې ورکشاپ کې د افغانستان بانک د سرپرست رئیس سربیره، د بلخ ولایت مرستیال، د پوهنې، لوړو زده کړو، ارشاد حج او اوقافو، ګمرکونو، او مستوفیت د ریاستونو، سوداګرو،  قومي متنفذینو، صرافانو او د مالي خدمتونو د عرضه کوونکو نمایندګانو ګډون کړی وو.

په پیل کې د بلخ والي مرستیال ښاغلي مولوی نور الهادی ابو ادریس خبرې وکړې او د هېوادونو په اقتصادي وده او پرمختګ کې یې د بانکونو رول مهم وباله. ښاغلي ابو ادریس د دغه ورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل چې له یو بل سره همکاري او همغږي ولري، ترڅو له دې لارې د بانکونو په پیاوړي کولو سره د حکومت د ټولیزو اقتصادي سیاستونو لپاره اغېزناکې هلې ځلې تر سره کړي.

ورپسې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي الحاج هدایت الله بدري د پولي سیاستونو د اغېزناک تطبیق، د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ساتلو او د انفلاسیون د کچې د کنټرول په برخه کې د افغانستان بانک د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې لویو موخو ته د رسېدو لپاره په کار ده، ترڅو د امارتي ادارو تر منځ غوره همغږي موجوده وي او نن د همدې موخې لپاره را ټول شوي یو.

ښاغلي بدري د خپلو خبرو په بله برخه کې زیاته کړه چې د افغانۍ ترویج او په داخلي راکړو ورکړو کې له هغې څخه سمه ګټه اخیستنه، ګډو هڅو او د خلکو ملاتړ ته اړتیا لري، نوموړي د مزار شریف له درنو خلکو وغوښتل چې په دې برخه کې له د افغانستان بانک سره پوره همکاري وکړي.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس د خپلو خبرو په دوام په هېواد کې د اسلامي بانکدارۍ د ودې او پراختیا لپاره د افغانستان بانک د مشرتابه له ژمنتیا څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې اسلامي بانکوالي په افغانستان کې یوه اړتیا ده او موږ به په دې برخه کې له هر راز هلو ځلو څخه ډډه ونه کړو.

د دې غونډې په لړ کې د بانکدارۍ سکتور په برخه کې د پرمختګونو، لاسته راوړنو او د دې سکتور د ښه والي لپاره راتلونکو پلانونو، د صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د میکانیزه کولو او په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په اړه ګټور پریزینټیشنونه وړاندې، هر اړخیز معلومات شریک شول او د غونډې له ګډونوالو سره د افغانستان بانک د همکاریو د کچې په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د يادونې وړ ده چې دغه ورکشاپونه د افغانستان بانک په نورو زونونو کې هم په نوبتي ډول په لاره اچول کېږي او په ټوليزه توګه به په مالي او بانکي برخو کې د ښه والي او د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د فعاليتونو د ميکانيزه کولو په برخه کې د ادارو د همغږۍ او خلکو ملاتړ تر لاسه کړي چې ان شا‌ءالله دا چاره به د بانکي سکتور د عادي کېدو او اجراآتو په برخه کې ښه والي رامنځته کړي.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۱
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس زون غرب را جمع آوری و حریق نمود

۲۰ شعبان المعظم ۱۴۴۷-  د افغانستان بانک طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنجصد و سی و هفت میلیون و هفت صد و چهل و شش هزار) افغانی بانکنوتهای مندرس را از زون غرب جمع آوری. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس را جمع آوری و حریق نمود

 ۱۴ شعبان المعظم ۱۴۴۷— د افغانستان بانک به منظور ایجاد سهولت در داد و ستد مردم طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنجصد و هشتاد و هشت میلیون و یکصد و چهل هزار) افغانی. . .

بازگشت به خبر