د افغانستان بانک د خطرونو او قانون رعایتولو د مدیریت کمېټې غونډه جوړه شوه

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۱۴:۵۶
د افغانستان بانک د خطرونو او قانون رعایتولو د مدیریت کمېټې غونډه جوړه شوه

د ۱۴۴۵ ذوالحجةالحرام ۵ مه ـ د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ د افغانستان بانک د خطرونو او قانون رعایتولو د مدیریت کمېټې غونډه جوړه شوه.

د دې غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د دې کمېټې د غونډو د جوړېدو د ارزښت او په د افغانستان بانک کې د خطرونو د کمولو او قوانینو او مقرراتو د رعایتولو لپاره د مناسبو او اړینو تدبیرونو په تړاو خبرې وکړې.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه چې په اغېزناکه توګه د افغانستان بانک د چارو پرمخ وړلو لپاره د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شوو عوایدو پر وړاندې د مبارزې د قوانینو او مقرراتو او د ملي او نړیوالو بندیزونو د لیستونو پلي کول ډېر اړین دي.

ښاغلي نور احمد آغا وویل، د افغانستان بانک د مالي او غیر مالي خطرونو ارزول او پېژندل ډېر اړین دي او په کار ده چې دې برخې ته زیاته پاملرنه وشي.

تر هغې وروسته د افغانستان بانک د خطرونو او قانون رعايتولو مديريت د کمېټې منشي ښاغلي ياسر ذهين چې په ورته وخت کې د خطرونو او د قانون رعايتولو لوی آمر هم دی، د خپل آمريت د کاري کړنو راپور چې پکې لاسته راوړنې، نوښتونه، پرمختګونه، د افغانستان بانک د ارزول شوو ساحو د غیر مالي خطرونو د ارزونو موندنې شاملې وې وړاندې کړې.

د دې غونډې په اوږدو کې د کمېټې غړو د لاسته راوړنو، د خطرونو د ارزونو موندنو او د خطرونو کمولو لپاره د مخه نیونکو اقداماتو په موخه د اړینو وړاندیزونو په تړاو نظرونه تبادله او د پام وړ وړانديزونه تاييد کړل.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستيال ښاغلی ملا محمد اخند او د افغانستان بانک د عالي شورا غړي ښاغلي عبدالوکيل منتظر د دې کمېټې د غړو په توګه ګډون کړی وو چې د پیسو وينځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شوو عوايدو پر وړاندې د مبارزې رژیم د پياوړتیا او د افغانستان بانک د خطرونو مديريت په برخه کې یې د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي له هر اړخیز ملاتړ څخه ډاډ ورکړ.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

هموطنان عزیز!

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۶:۷
Background image

حریق بانکنوت های مندرس در زون جنوب غرب د افغانستان بانک

6 جمادی‌الثانی 1447 – د افغانستان بانک مطابق با طرزالعمل‌ های مربوطه به ارزش 405،892،000 (چهارصد و پنج میلیون و هشتصد نود و دو هزار) افغانی بانکنوت های مندرس که  از زون جنوب ‌غرب جمع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۲۰
Background image

معاون اول  د افغانستان بانک با رئیس اتحادیه بانک‌های مشارکتی ترکیه دیدار کرد

محترم صدیق‌الله خالد معاون اول د افغانستان بانک که در راس  یک هیئتی  به ترکیه سفر کرده، با محترم اسماعیل یورال رئیس اتحادیه بانک‌های مشارکتی و اعضای این اتحادیه دیدار نمود.

اتحادیه. . .

بازگشت به خبر