د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په اړه غونډه

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۳ - ۱۷:۲۲
د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په اړه غونډه

۱۴۴۴ جمادي الاول ۱۰ مه – د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په اړه د خصوصي سکتور له استازو سره د بېلابېلو دولتي او غیر دولتي ادارو د استازو په ګډون غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د بانکي سکتور د ټینګښت او لا پیاوړتیا په اړه د غونډې د ګډونوالو تر منځ د هېواد په اقتصادي رغښت کې د بانکي سکتور پر ارزښت خبرې او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر حاجي ادریس خبرې وکړې او د خصوصي سکتور له استازو یې مننه وکړه چې ډېرو سختو شرایطو کې یې له بانکي سکتور څخه ملاتړ وکړ. نوموړي د هېواد په اقتصادي رغښت کې د خصوصي سکتور رول د ارزښت وړ یاد کړ او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان بانک به د دې سکتور لپاره اړینې بانکي اسانتیاوې برابرې کړي.

د دې غونډې په بله برخه کې د افغانستان بانک د بانکي څارنې لوی آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت د بانکي سکتور د وضعیت په اړه د غونډې له ګډونوالو  سره هر  اړخیز معلومات شریک کړل، نوموړي د سوداګریزو بانکونو له استازو وغوښتل چې د ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه د خصوصي سکتور لپاره د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د مالیې، صنعت او سوداګرۍ محترمو وزیرانو او د خصوصي سکتور استازو هم خبرې وکړې.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

بازگشت به خبر