د افغانستان بانک د شرعي نظارتي بورډ غونډه جوړه شوه

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۴ - ۱۲:۷
د افغانستان بانک د شرعي نظارتي بورډ غونډه جوړه شوه

د ۱۴۴۴ د شوال ۱۴ مه - د افغانستان بانک عالي شورا په تالار کې د شرعي نظارتي بورډ د ۱۴۰۲ کال لومړۍ غونډه جوړه شوه.

دا غونډه د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ او د شرعي نظارتي بورډ غړو په ګډون ترسره شوه. په دې غونډه کې د افغانستان بانک د شرعي نظارتي بورډ کړنو او د اسلامي بانکوالۍ د ستونزو او حل لارو په اړه مفصلې خبرې وشوې.

د غونډې په پیل کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا د شرعي نظارتي بورډ غړو څخه مننه وکړه چې د ا.ا.ا د قدر وړ اقتصادي کمیسیون د پریکړې پراساس یې د ټولو بانکونو د اسلامي تمویلاتو محصولات مرور او تصویب کړل او زیاته یې کړه چې متعارف بانکونه په اسلامی بانکونو بدلول د ا.ا.ا د لومړيتوبونو څخه دي او الحمد لله، په هېواد کې اسلامي بانکداري د پراختیا او ودې په حال کې ده.

همدارنګه ښاغلي نور احمد آغا د شرعي بورډ د اجراآتو په برخه کې وویل چې د مالیي وزارت سره په ګډه د صکوکو د قانون مسوده نهایي شوې ده او له شرعي پلوه د افغانستان بانک د مقرراتو او د نورو بانکونو د پالیسیو او محصولاتو ارزونه روانه ده. همدا ډول، د شرعي نظارت بورډ څخه وغوښتل شول د زیات کاري حجم په پام کې نیولو له امله د دې بورډ غونډې هره میاشت ترسره کړي ترڅو د اسلامي بانکوالۍ اړوند موضوعاتو ته ډیره توجه وشي. د یادونه وړ ده چې مخکې له دې یاد بورډ په کال کې څلور غونډې جوړولې.

همدا راز، د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا زیری ورکړ چې إن شاء الله په راتلونکې هفته کې به د افغانستان بانک یو هیئت د بحرین په هېواد کې د اسلامی مالی مؤسساتو لپاره د محاسبی او تفتیش نړیوالې مؤسسې (ایوفي) سره یوه تفاهمنامه لاسلیک او د یادې مؤسسې غړیتوب ترلاسه کړي. چې له دې لارې به په هیواد کې اسلامي بانکولي لا پیاوړې او د یادې نړیوالې مؤسسې له معیارونو، مالي محصولاتو او روزنیزو پروګرامونو څخه به ګټه واخیستل شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه تل هڅه کړې ده چې د درنو هېوادوالو لپاره په مالي او بانکي برخو کې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

بازگشت به خبر