د مالي خدمتونو د پراختیا لپاره هلې ځلې 

Mpoya
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۱۶:۳۱
د مالي خدمتونو د پراختیا لپاره هلې ځلې 

۱۴۴۶ محرم الحرام ۱۴ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې له مشر سټیفن روډریګز او مل پلاوي سره ولیدل او پر مختلفو مالي او بانکي موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړې.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا د کوچنیو پورونو د ورکړې او بیکارۍ کچې راکمولو برخه کې د ملګرو ملتونو له پرمختیایي پروګرام د ستاینې تر څنګ په دې برخه کې د لا زیاتو هلو ځلو او همکارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړي زیاته کړه چې د کوچنیو کاروبارونو تمویل او د لا زیاتو اسلامي تمویلاتو رامنځته کول د هېواد په اقتصاد کې مهم رول تر سره کوي او دا چاره کولای شي چې له خلکو سره د دندو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

په یاده غونډه کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام مشر ښاغلي سټیفن روډریګز وویل چې د افغانستان اسلامي امارت تر بیا ځلي حاکمیت وروسته په افغانستان کې د افغانۍ د ثبات، د انفلاسیون د کنترول، ټولیز اقتصادي پرمختګ، صادراتي ودې او د اداري فساد د مخنیوي په برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي چې د ستاینې وړ دي.

ښاغلي روډریګز زیاته کړه د ملګرو ملتونو  پرمختیايي پروګرام په افغانستان کې د بریښنایي اداینو د پراختیا او کوچنیو پورونو په تمویل سره د مالي خدمتونو د پراختیا لپاره کار کوي، ترڅو وکولای شي په دې برخه کې لا ډېر پرمختګونه رامنځته شي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته