د افغانستان بانک له مرکز، ختیځ او جنوب ختیځ زونونو څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۸:۱۹
د افغانستان بانک له مرکز، ختیځ او جنوب ختیځ زونونو څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د محرم الحرام ۲۵- د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د کړنلارې سره سم له مرکزي زون، جنوب ختیځ (ګردیز) او ختیځ (ننګرهار) زونونو څخه راټول شوي د ۱،۰۰۹،۸۶۷،۰۰۰ (یو میلیارد، نه میلیونه اته سوه او اووه شپیته زره) افغانیو په ارزښت د افغانۍ زاړه بانکنوټونه په کابل کې وسوځول.

دا بانکنوټونه د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي ملا محمد آخند په مشرۍ د ګمارل شوي پلاوي تر څارنې لاندې له کره شمېرنې او کنټرول څخه وروسته وسوځول شول. په دې بانکنوټونو کې د (۱، ۲، ۵، ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰، ۱۰۰۰) افغانۍ انواعیې شاملې وې.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي ملا محمد آخند په خپلو خبرو کې  وویل چې مرکزي بانک په مالي او بانکي سکتورونو کې مشتریانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او آسانتیاوو رامنځته کولو ته ژمن دی او د دې لپاره چې هېوادوال خپلې مالي راکړې ورکړې په آسانۍ ترسره کړي د افغانستان بانک وخت په وخت د افغانۍ زاړه بانکنوټونه له بازار څخه راټولوي، په بدل کې یې هېوادوالو ته نوي بانکنوټونه وېشي او مندرس بانکنوټونه سوځوي. همداراز، هغه د افغانۍ د ژر زړیدو څخه د مخنیوي په برخه کې د هېوادوالو مسئولیت ته په اشارې زیاته کړه چې د افغاني بانکنوټونه سمه ساتنه د هر افغان دنده ده او تمه کیږي چې هېوادوال به د افغاني بانکنوټونو د سمې ساتنې او کارَونې په برخه کې له ډیرې پاملرنې څخه کار واخلي.

د یادونې وړ ده چې دا بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو او د امنیتي ادارو د استازو په شتون کې له بارولو وروسته د ټاکل شوي پلاوي لخوا مخصوصو بټیو ته انتقال او په یو ځل وسوځول شول.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته