په لرې پرتو سیمو کې بانکي خدمتونو ته د لاسرسي په اړه غونډه جوړه شوه

Mpoya
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۰ - ۱۱:۴۴
په لرې پرتو سیمو کې بانکي خدمتونو ته د لاسرسي په اړه غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال او سرپرست ښاغلي واحدالله نوشیر تر مشر ۍ لاندې د ملګرو ملتونو په استازندویه دفتر کې بانکي خدمتونو د عامه لاسرسي په اړه غونډه جوړه شوه.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال او سرپرست ښاغلي واحدالله نوشیر وویل چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې ټول هېوادوال بانکي خدمتونو ته لاسرسی ولري او په دې اړه یې په وار وار له بانکونو او مخابراتو وزارت ترڅنګ له مالي وړو او منځنیو مؤسسو له استازو او پولي خدمتونو وړاندې کونکو شرکتونو سره ګټورې غونډې کړې دي.

د دې غونډې اصلي موخه هم د لرې پرتو سیمو اوسیدونکو ته د بانکي خدمتونو رسول، د بانکونو د عملیاتي لګښتونو راکمول، مالي خدمتونو ته د عامه لاسرسي زیاتول او په هغو سیمو کې چې د بانکونو نمایندګۍ نشته، د بانکي خدمتونو وړاندې کول په ګوته شوي دي.

اوس مهال بانکونه د افغانستان په ټولو سیمو کې نمایندګۍ نه لري او نشي کولای چې خدمتونه وړاندې کړي، له همدې امله د بانکي خدمتونو د پراختیا او هېوادوالو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د موبایل او استازي له لارې د بانکي خدمتونو وړاندې کول، کولای شي د افغانستان بانک د بانکوالۍ په برخه کې د جواز لرونکو مخابراتي شبکو او بانکونو له لارې هېوادوالو ته د پیسو د ورکړې او ترلاسه کونې اسانتیاوې د موبایل او استازي (اجنټ) له لارې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال او سرپرست سربېره د سوداګریزو بانکونو استازو، د وړو او منځنیو مالي ادارو استازو او د ځینو بهرنیو سفارتونو او مالي مؤسسو استازو ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

بېرته خبرونه ته