د بېرغ د ملي ورځې درناوی، د هېواد د ملي هویت او ارزښتونو درناوی دی

Mpoya
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۷ - ۱۶:۱۷
DAB

۱۳۹۹ د زمري ۷ ـ د افغانستان بانک د زمري اوومه چې د بېرغ له ملي ورځې سره سمون لري، د روغتیایی تدابیرو په پام کې نیولو سره یوه غونډه جوړه او په اوږدو کې یې ملي بېرغ ورپاوه

د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د افغانستان بانک د بېلابېلو شعبو د آمرینو په غونډه کې ګدون وکړ او د دې ورځې لمانځنه یې د هېواد د ملي هویت او ارزښتونو درناوی وباله. همدا ډول هغه زیاته کړه چې ملي بېرغ زمونږ د ملي هویت، ویاړ او اقتدار نښه ده او د ملي بېرغ رپاندتیا، د هېوادوالو د ملي ځواک او یووالي په معنی ده.

ښاغلي احمدي د دې پروګرام په پای کې، د بېرغ د ملي ورځې د لمانځنې په مناسبت د هېواد ټول غیور او زړور ملت ته مبارکي وايي او د لوی خدای ج له درباره په هېواد کې د تلپاتې سولې غوښتنه کوي څو ټول ګران هېوادوال د امن په چاپیریال کې د یو بل ترڅنګ ژوند وکړي.  

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۲:۴۰
Background image

د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ ۲۳ کلنۍ غونډه

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد اغا او مل پلاوي د روان میلادي کال د جولای د میاشتې د ۱ - ۳ نېټې پورې د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ په درویشتمه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1447 محرم‌ الحرام 5 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1447 کال د محرم‌ الحرام د میاشتې په 6 نېټه (1404/04/11) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ پلاوی مراکش ته په سفر روان شو

۳ محرم‌ الحرام ۱۴۴۷ هـ ق – د افغانستان بانک سرپرست رئیس، ښاغلی نور احمد آغا، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مراکش هېواد ته په سفر روان شو، څو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په کلنۍ. . .

بېرته خبرونه ته