د بیرغ د ورځې نمانځه د هېواد د ملي هویت او ملي ارزښتونو نمانځنه ده

ملي بیرغ زموږ د هویت، ویاړ او اقتدار نښه ده چې رپاندتیا یې، د هېواد د وګړو د ملي واکمنتیا او د یووالی د ساتنې په معنی ده.
دافغانستان بانک مشرتابه پلاوی او کارکوونکي په همدې مناسبت د خپل درناوي مراتب د هېواد ټول غیور او زړور ملت ته وړاندې کوي او مبارکي وایي.