په کابل کې د ترکیې له سفیر سره د افغانستان بانک د سرپرست لیدنه

Mpoya
شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۷ - ۱۷:۲۳
په کابل کې د ترکیې له سفیر سره د افغانستان بانک د سرپرست لیدنه

۱۴۰۰ د لیندۍ ۲۷ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي حاجي ادریس په کابل کې د ترکیې له سفیر ښاغلي جهاد ارګین سره ولیدل او پر بېلابېلو مالي او بانکي موضوعګانو یې خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې په کابل کې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګین یادونه وکړه چې دغه هېواد په تېره اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې درې د بشري مرستو کڅوړې ویشلي دي او دا هېواد به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي د افغانستان بانک څخه مننه وکړه چې له ترکي شرکتونو سره یې د بانکي ستونزو د حل په برخه کې مرسته کړې ده.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس د ترکیې د هېواد له مرستو د مننې تر څنګ یادونه وکړه چې د افغانستان بانک به اوسني وضعیت ته په کتلو سره هڅه وکړي چې د ترکیې هېواد د بشري مرستو د رسولو لپاره اړینې بانکي آسانتیاوې رامنځته کړي، څو افغانان له فقر او بېوزلۍ څخه وژغورل شي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1447 محرم‌ الحرام 5 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1447 کال د محرم‌ الحرام د میاشتې په 6 نېټه (1404/04/11) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ پلاوی مراکش ته په سفر روان شو

۳ محرم‌ الحرام ۱۴۴۷ هـ ق – د افغانستان بانک سرپرست رئیس، ښاغلی نور احمد آغا، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مراکش هېواد ته په سفر روان شو، څو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په کلنۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونې له رئیس سره ولیدل

۱۴۴۷ محرم الحرام ۲ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې رئيس ښاغلي جیفري ګریکو سره ولیدل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته