د آنلاین صرافۍ په هکله د افغانستان بانک خبرتیا:

Mpoya
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۱:۲۴
د آنلاین صرافۍ په هکله د افغانستان بانک خبرتیا:

د مخکینیو خبرتیاوو په تعقیب، ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کیږي چې په هېواد کې یو شمیر وګړي د آنلاین صرافۍ په نوم مالي معاملې ترسره کوي، او AgiGpt-QT4، فورسیج او داسې نور په بازار کی فعالیت لري. د افغانستان بانک له دې لارې یو ځل بیا درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چی تر اوسه هیڅ شخص یا شرکت ته د آنلاین صرافۍ د فعالیتونو جواز صادر شوی نه دی  او دا ډول فعالیتونه غیر قانونی ګڼل کیږی.

د افغانستان بانک له هېوادوالو څخه غواړي چی د یادو معاملو د خطرونو، زیانونو او بعدي مسؤلیتونو په پام کې نیولو سره دې له دغې ډول شرکتونو او وګړو سره د آنلاین معاملو له ترسره کولو څخه ډډه وکړی.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته