د اداري پروسو د ساده کولو په موخه د غونډې جوړېدل

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۶:۲۹
د اداري پروسو د ساده کولو په موخه د غونډې جوړېدل

د ۱۴۴۷ کال د جمادي الاول ۵ مه - د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۱۴۴۷/۳/۱ نېټې د (۵) ګڼې د (۲) بند پرېکړې او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ۱۴۴۷/۳/۲۰ نېټې د (۱۸۲۵/۶۹۶) ګڼې حکم د پلي کولو په هدف، د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ ځانګړې غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک د اړوندو آمریتونو آمرینو او مرستیالانو ګډون درلود. غونډه د اداري چارو د ساده کولو، د تصمیم نیونې د چټکتیا او د خدماتو د کیفیت د لوړوالي په اړه وه.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په خپلو خبرو کې وویل، چې د اداري پروسو اوږدیدل، غیر ضروري مرحلې، او د تصمیم نیونې ځنډ د خلکو باور ته زیان رسوي، وخت او منابع ضایع کوي، او د ادارې د مؤثریت مخه نیسي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت موخه دا ده چې ټولې ادارې خپلې چارې ساده، معیاري او شفافې کړي، ترڅو هم د خلکو ستونزې په وخت حل شي او هم د ادارو کاري اغېزناکتیا لوړه شي.

ښاغلي خالد زیاته کړه، چې د افغانستان بانک باید د خپلو ټولو اړوندو آمریتونو او څانګو له لارې دا پرېکړه جدي عملي کړي، اداري موانع له منځه یوسي او د کاغذي چارو پر ځای د برېښنایي سیستمونو کار ته لومړیتوب ورکړي.

په دې غونډه کې تر ګډ بحث وروسته، د چارو د ښه تنظیم او همغږۍ لپاره دوه ځانګړې کمېټې وټاکل شوې، چې دا کمېټې به حل لارې وړاندې کوي، عملي کېدل به څاري او هره میاشت به مرکزي کمېټې ته راپور ورکوي.

د یادونې وړ ده، چې دا پرېکړه د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې د لوی ریاست له‌خوا د تطبیق لپاره د افغانستان بانک ته را استول شوې ده، او ټول وزارتونه او ادارې مکلف دي چې د ټاکل شوې کمېټې له لارښوونو سره سم خپلې پروسې ساده او معیاري کړي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ټولو درنو سوداګرو، شرکتونو او قراردادي بنسټونو ته خبر ورکول کېږي، هغه بانکي ضمانتونه چې د تېرې ادارې پر مهال د پروژو او قراردادونو د تضمین په موخه په بانکونو کې ایښودل شوي وو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

بېرته خبرونه ته