د اسنادو د ترتیب او تنظیم په اړه د معلوماتي غونډې جوړېدل

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
د اسنادو د ترتیب او تنظیم په اړه د معلوماتي غونډې جوړېدل

د ختیځ ساحوي زون او د لغمان، کنړ، نورستان او تورخم د نمایندګیو د استازو لپاره د اسنادو د ترتیب او تنظیم په اړه د محرم الحرام د میاشتې پر ۹ مه نېټه د ختیځ زون د مرستیال ښاغلي احمدزي توحیدیار په ګډون غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر د کارکوونکو لخوا چې ولایتي همکارانو ته د اسنادو د ترتیب او تنظیم د روزنې د ورکړې په موخه ننګرهار ولایت ته سفر  کړی د اړوندې موضوع په اړه یې معلوماتي پریزنټیشن وړاندې کړ.

د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې د اسنادو د برښنایي کولو پروسه بشپړه شوې او د شاوخوا ۳۲ کلونو اسناد برښنایي شوي دي. باید وویل شي چې ولایتونو ته هم د اسنادو د الکترونیکي کولو د غځونې پروسه روانه ده.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی ژمن دی چې د دغه بانک د کارکوونکو او په ټول کې د  ګرانو هیوادوالو لپاره په بیلابیلو برخو  کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

بېرته خبرونه ته