د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۴:۸
د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1444 جمادی الاول 5 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1444 کال د جمادی الاول د میاشتې په 6 نېټه (1401/09/09) د  چهار شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

بېرته خبرونه ته