د تضمیناتو، تامیناتو او طلباتو د استرداد په اړه د پنځه ګونو شرکتونو د ټولنې له استازو سره لیدنه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۹ - ۱۵:۵۴
د تضمیناتو، تامیناتو او طلباتو د استرداد په اړه د پنځه ګونو شرکتونو د ټولنې له استازو سره لیدنه

۱۴۴۴ د جمادي الاول ۲۶ مه ـ د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر حاجي ادریس په مشرۍ د ساختماني، لوجستیکي، کورنیو تولیداتو، سړک جوړونې او خدمتونو د پنځه ګونو شرکتونو د ټولنو له استازو سره غونډه جوړه شوه او د تضیناتو، تأمیناتو  او طلباتو د استرداد په اړه پکې هر اړخیز بحثونه تر سره شول.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر حاجي ادریس یادونه وکړه چې د افغانستان بانک ژمن چې د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره د یادو شرکتونو لپاره د مصوبې سره سم اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه تل هڅه کړې ده چې د درنو هېوادوالو لپاره په مالي او بانکي برخو کې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

بېرته خبرونه ته