د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۶ - ۱۶:۱۰
د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

۱۴۰۰ کب ۱۶ مه – د افغانستان بانک د څارنې آمریت د آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت پر مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د سوداګریزو بانکونو له استازو سره پر اړوندو بانکي موضوعګانو او خلکو ته د بانکي خدمتونو په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک له بانکونو څخه د څارنې آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت د سوداګریزو بانکونو له استازو وغوښتل چې خلکو ته د قانون او مقرراتو په رڼا کې اړین بانکي خدمتونه وړاندې کړي. نوموړي زیاته کړه چې د بانکي خدمتونو د پراختیا په برخه کې د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو سره پوره همکار دی.

د دې غونډې په بله برخه کې د افغانستان بانک د ریاست اقتصادي سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي هم خبرې وکړي او یادونه یې وکړه چې د افغانستان بانک په ټول ځواک سره هڅه کړې ده چې په دې برخه کې شته ستونزې حل او د خلکو لپاره اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي. د نوموړي په خبره عادي حالت ته د بانکونو د فعالیتونو د را ګرځولو لپاره هلې ځلې روانې دي او تمه ده چې ډېر ژر به مثبتې پایلې تر لاسه شي.

د یادونې وړ ده چې په یاده غونډه کې د افغانستان د بانکونو ټولنې او سوداګریزو بانکونو استازو هم ژمنه وکړه چې د درنو هیوادوالو لپاره به اړین خدمتونه وړاندې کوي او په دې برخه کې به له هر ډول هلو ځلو درېغ و نه کړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

بېرته خبرونه ته