د هېواد د بانکي سکتور په تړاو د افغانستان بانک خبرتیا

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۱۶ - ۱۶:۳۴
د هېواد د بانکي سکتور په تړاو د افغانستان بانک خبرتیا

څرنګه چې ګران هېوادوال په جریان کې دي، سوداګریز بانکونه په ټولیزه توګه فعال او د بانکي خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي او د نقدینه ګۍ د وضعیت د ښه والي پر بنسټ انفرادي مشتریانو ته د نغدو پیسو ورکړه زیاته شوې او د شرکتي حسابونو په برخه کې هم د افغانستان بانک د لازم لیدو په صورت کې د هغوي د پولي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ډېری اسانتیاوې رامنځ ته شوي دي.

حال دا چې په دې وروستیو کې د ټولنیزو شبکو له لارې ځینې بې بنسټه آوازې خپرېږي څو بانکي سکتور ته زیان ورسوي.

په همدې موخه د بانکونو ټولو مشتریانو او ګرانو هېوادوالو ته ډاډ ورکول کېږي چې د هېواد بانکي سکتور فعال او د خلکو په خدمت کې دی او په بانکونو کې د امانت اېښودونکي امانتونه خوندي دي. همدا ډول د افغانستان بانک په منظمه توګه د سوداګریزو بانکونو د کړنو او اجرااتو څارنه کوي او د بانکوالۍ د ودې او عادي حالت ته د هغه د بیرته راوستلو په برخه کې هڅه او کوښښ کوي او هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د هېواد بانکي سکتور د تیر په څیر عادي حالت ته راوګرځي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

بېرته خبرونه ته