د پیسو د نړیوال صندوق د ECF نوي پروګرام د پیل غونډه

د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۷ مه - د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د پیسو نړیوال صندوق له پلاوي سره د ECF نوي پروګرام په پیل غونډه کې ګدون وکړ.
په دې غونډه کې د پیسو نړیوال صندوق تخنیکي ټیم، د مالیي محترم وزارت او د افغانستان بانک رهبری د ECF په نوي درې کلن پروګرام بحث وکړ او ټاکل شوې ده چې دا بحثونه به د روان زېږدیز کال د جولای د میاشتې تر ۱۶ نېټې دوام وکړي.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې درې واړو لوریو، د جوړښتي اصلاحاتو پر دوام، د لوی اقتصاد او پالیسۍ په پیاوړي کېدو، په هېواد کې د راتلونکو کلونو لپاره د اقتصادي ودې او پراختیا، د تورم او اسعارو بیې ټیټېدو په ساتنه، د بشري او فزیکي پانګې د پراختیا په ملاتړ، د سیمه ایزې همکارۍ په پیاوړي کېدو، بېوزلۍ کمولو او یو شمېر نورو ورته موضوعګانو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه. د پیسو نړیوال صندوق او د افغان لوري په هېواد کې د مالي ثبات او اقتصادي ټیکاو د رامنځته کېدو په موخه پر یو شمېر اقتصادي شاخصونوباندې بحث او په دې برخه کې په همکاری ټینګار وشو.
په ورته مهال د پیسو نړیوال صندوق تخنیکي ډلې ټینګار وکړ چې په نږدې راتلونکې کې د دې موضوعګانو د تعقیبولو په موخه مذاکره تر سره او تخنیکي بحثونه دې پرې وشي، څو د مالي او اقتصادي اصلاحاتو ځای ناستی پروګرام د افغانستان له موخو سره سم او د دې هېواد تر مالکیت لاندې ترسره شي.