په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او دودولو په موخه غونډه جوړه شوه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۵:۱۷
په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او دودولو په موخه غونډه جوړه شوه

۱۴۴۵ د جمادی الاول ۲۸ـ په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او دودولو په موخه د افغانستان بانک په نوښت غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې چې د افغانستان بانک د عالي شورا د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي ترڅنګ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال او د افغانستان د اسلامي بانکوالۍ او علومو اکاډمۍ د معاصرو علومو د څېړنیز مرکز رییس او د اسلامي بانکوالۍ د چارو یو شمېر کار پوهانو ګډون کړی وو.

په پیل کې د افغانستان بانک د ټولو ریاست سرپرست ښاغلي هدایت الله بدري د اسلامي بانکوالۍ د اهمیت په تړاو د خبرو ترڅنګ وویل چې اسلامي بانکوالي اوسمهال د نړۍ په ټولو اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو کې د ودې په درشل کې ده. دا په دې مانا چې اسلامي بانکوالي یوه بنسټیزه اړتیا ده او د اقتصادونو په وده او غوړېدا کې مهمه ونډه لري.

ښاغلي بدري زیاته کړه چې د افغانستان بانک د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او دودولو په برخه کې اغېزناکې هڅې کړي دي، خو د هغه د لا زیاتې پرمختیا لپاره یې د اکاډمیکو بنسټونو او کلیدي وزارتونو لکه پوهنې، لوړو زده کړو او حج و اوقافو وزارتونو همکارۍ ته اړتیا لرو، څو د عامه ذهنونو په روښانه کولو او ذهنیت جوړولو کې د افغانستان بانک سره د اسلامي بانکوالۍ د ودې او دودولو لپاره همغږي او همکاري وکړي.

د افغانستان بانک سرپرست د دې ډول پروګرامونو جوړول د اسلامي بانکوالۍ دودولو لپاره اړین وګڼل او له ګډونوالو یې وغوښتل څو د خپلو ګټورو نظرونو او رغنده مشورو په وړاندې کولو سره د افغانستان بانک مرسته وکړي.

ورپسې ښاغلي ډاکټر یوسف سلیم د اسلامي بانکوالۍ د بهیر، دوه کلنو لاسته راوړنو، د اسلامي بانکوالۍ اوسني وضعیت او راتلونکي پروګرامونو په تړاو ګډونوالو ته هر اړخیز پریزنټېشن وړاندې کړ او په خپل وار یې د ارشاد، حج او اوقافو له وزارت او علومو اکاډمۍ څخه وغوښتل چې د عامه ذهنونو د روښانولو او په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د دودلو په برخه کې له د افغانستان بانک سره مرسته وکړي.

د غونډې په دوام کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي مولوي زر محمد حقاني د افغانستان بانک سره د همکارۍ د کچې په تړاو خبرې وکړې او په مرکز او ولایتونو کې یې د جوماتونو او مدرسو له لارې د عامه پوهاوي د پروګرامونو ترسره کولو لپاره چمتوالی څرګند کړ او د دې پروګرامونو د لا ښه تنظیمولو لپاره یې وغوښتل څو د افغانستان بانک د علومو اکاډمۍ په همکارۍ سره یو لارښود جوړ کړي او له دوی سره یې شریک کړي.

د دې غونډې په بله برخه کې، د اسلامي بانکوالۍ او د علومو اکاډمۍ د معاصرو علومو د څېړنیز مرکز رییس ښاغلي مفتي ابو سعید الراشد د اسلامي بانکوالۍ په برخه کې د بانکونو د مسلکي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې ټینګار وکړ او په دې تړاو یې ګټورې طرحې وړاندې کړې. هغه د اسلامي بانکوالۍ د دودولو او پراختیا د بهیر د بریالي کېدو لپاره د ښوونیزو او روزنیزو ادارو ګډو هڅو ته اشاره وکړه او له د افغانستان بانک څخه یې د دې پروګرامونو د جوړولو له کبله مننه وکړله.

د دې غونډې (ګفتمان) په بله برخه کې د ګډونوالو ترمنځ د آزاد بحث او خبرو اترو زمینه برابره شوه چې یاد بحث خلکو ته د اسانتیا برابرولو، د ځینو تشبثاتو د مالي تمویل لپاره د مناسبو زمینو برابرولو او اسلامي مالي سرچینو ته د خلکو د اسانه لاسرسي په برخو کې د نظر شریکولو او ګټورو مشورو په وړاندې کولو سره پای ته ورسید.

باید یادونه وشي چې دا غونډه به د شریعت په رڼا کې د خلکو له غوښتنو سره سم د معقولو پالیسیو د طرحې په کچه تخنیکي بحثونو ته لاره پرانیزي او تمه کېږي چې په دې برخه کې به د بېلابېلو ادارو په ګډو هڅو سره عملي اقدامات ترسره شي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1447 محرم‌ الحرام 5 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1447 کال د محرم‌ الحرام د میاشتې په 6 نېټه (1404/04/11) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ پلاوی مراکش ته په سفر روان شو

۳ محرم‌ الحرام ۱۴۴۷ هـ ق – د افغانستان بانک سرپرست رئیس، ښاغلی نور احمد آغا، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مراکش هېواد ته په سفر روان شو، څو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په کلنۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونې له رئیس سره ولیدل

۱۴۴۷ محرم الحرام ۲ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې رئيس ښاغلي جیفري ګریکو سره ولیدل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته