د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

Mpoya
شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۶:۵۵
د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

۱۴۰۰ د زمري ۲۳ - د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له مسئولینو سره غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې ښاغلي اجمل احمدي د هېواد د مالي او بانکي سکتور د ټولیز وضعیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، متاسفانه په دې وروستیو ورځو کې د هېواد امنیتي وضعیت فوق العاده دی چې له دې ستونزو سره یو ځای د بانکونو پېرودونکي بانکونو ته زیاته مراجعه کوي او د دې چارې مدیریت یو شمېر ستونزې رامنځته کړې دي.

په همدې اړه د هېواد بانکي سکتور له د افغانستان بانک سره په همغږۍ چې له بانکونو څخه د څارنې یوازینۍ مرجع ده، د یادې ستونزې د هواري په موخه غونډه جوړه کړه، څو په ګډه سره یاده ستونزه حل کړي. د افغانستان بانک د افغانستان خلکو ته د بانکي سکتور د ټیکاو او ټینګښت په اړه ډاډ ورکوي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

بېرته خبرونه ته