د بانکي نظام د لا ټینګښت لپاره د افغانستان بانک هڅې دوام لري

د بانکوالۍ سکتور د ټینګښت په اړه د غونډو په لړ کې دا ځل د ارزګان، هلمند، بلخ او دایکنډي ولایتونو چارواکي، مشران، سوداګر، اصناف او د سوداګریزو بانکونو استازي را غونډ شول، د دې سکتور د لا ټینګښت په اړه یې نظرونه شریک کړل او له دې سکتور یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
باید وویل شي چې د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه تل هڅه کړې ده چې د بانکي سکتور د ودې او پرمختګ لپاره ګامونه پورته کړي او له دې لارې د درنو هېوادوالو لپاره په مالي او بانکي برخو کې غوره چوپړتیاوې وړاندې کړي.
پاتې د نه وي چې پر بانکي نظام د باور جوړونې او د دې سکتور د بیا رغونې لپاره د خلکو د همکارۍ لپاره دا ډول غونډې دوام لري او د هېواد ټولو ولایتونو ته به و غځېږي.