د افغانستان بانک خبرتیا!

Mpoya
شنبه ۱۴۰۰/۷/۱۰ - ۱۶:۱۹
د افغانستان بانک خبرتیا!

د افغانستان بانک په هېواد کې د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره د نړیوالو پولي لېږدونو (انتقال) د تر سره کولو لپاره طرحه رامنځته کړې ده چې پر مټ یې سوداګر کولای شي د بانکونو له لارې د پیسو لېږد یا TT  تر سره کړي.

په دې طرحه کې د افغانستان بانک د سوداګرۍ د غښتلتیا او سوداګرو د آسانتیاوو په موخه سوداګریزو بانکونو ته اجازه ورکړې ده چې د لاندې توکو او خدمتونو لپاره لېږدونې ( انتقالات) تر سره کړي:

۱ – خوراکي توکي؛

۲ – طبي او کرنیز درمل؛

۳ – سوند توکي؛

۴ – بهداشتي مواد؛

۵ – د لومړنیو موادو په تولید کې د کارولو وړ صنعتي اومه مواد او پرزې؛

۶ – د برېښنا د لګښت پیسې؛

۷ – اړین مخابراتي او ترانسپورټي توکي او خدمتونه؛

۸ – د سیستمونو حفظ او مراقبت؛

د افغانستان بانک ژمن دی چې د ګرانو هېوادوالو لپاره د بانکوالۍ او سوداګریز نظام په برخه کې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي او هڅه کوي چې تر بل هر وخت زیات د مالي او بانکي سکتور ملاتړ وکړي او ټولې معاملې خپل عادي حال ته را وګرځوي.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۵:۵۱
Background image

د افغانستان بانک له سویل لویدیځ زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د جمادي الثاني ۶ مه - د افغانستان بانک له اړوندو  کړنلارو سره سم د ۴۰۵،۸۹۲،۰۰۰ (څلور سوه پنځه میلیونه او اته سوه دوه نوي زره) افغانیو په ارزښت له سویل لویدیځ زون څخه راټول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۲۱
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال په ترکیه کې د ترکیې د مشارکتی بانکونو د ټولنې له مشر سره ولیدل

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي چې ترکیې هېواد ته یې سفر کړی، د ترکیې د مشارکتی بانکونو د ټولنې  (TKBB)  له مشر ښاغلي اسماعیل یورال او د دې ټولنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۶:۲۹
Background image

د اداري پروسو د ساده کولو په موخه د غونډې جوړېدل

د ۱۴۴۷ کال د جمادي الاول ۵ مه - د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۱۴۴۷/۳/۱ نېټې د (۵) ګڼې د (۲) بند پرېکړې او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ۱۴۴۷/۳/۲۰ نېټې د (۱۸۲۵/۶۹۶) ګڼې. . .

بېرته خبرونه ته