د افغانستان بانک د شریعه بورډ غونډه جوړه شوه

Mpoya
شنبه ۱۴۰۰/۸/۸ - ۱۲:۲۱
د افغانستان بانک د شریعه بورډ غونډه جوړه شوه

۱۴۰۰ د لړم ۸ مه – د شریعه بورډ درېیمه غونډه د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد په مشرۍ جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال یادونه وکړه چې د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی د اسلامي بانکوالۍ د پرمختګ لپاره ژمن دی او په دې برخه کې د دې بانک د شریعه بورډ سره د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو دی.

د نوموړي په خبره که څه هم په هېواد کې تر وړاندې د اسلامي بانکوالۍ د پرمختګ لپاره کار شوی دی، خو د افغانستان د اسلامي امارت په راتګ سره به د دې بانکوالۍ د لا پرمختګ لپاره د پام وړ ګامونه پورته شي.

د ښاغلي عبدالقدیر احمد په خبره د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او پرمختګ لپاره په یوه جامع طرحه کار روان دی چې په بشپړېدو سره به ریاست الوزرا ته منظورۍ لپاره واستول شي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې پر یو شمېر نورو اړوندو موضوعګانو هم خبرې اترې وشوې او د غونډې د ګډونوالو تر منځ د نظرونو تبادله تر سره شوه.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د عزیزي بنسټ له بنسټګر سره ولیدل

د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا او لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر ښاغلي میرویس عزیزي سره وکتل او د بانکي سکتور د لا پرمختګ په تړاو یې هر اړخیز بحث. . .

بېرته خبرونه ته