د افغانستان بانک د ټولو رییس د مالي او بانکي سکتور د وضعیت د لیدلو او ارزولو لپاره غور ولایت ته سفر وکړ

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۲:۱۳
د افغانستان بانک د ټولو رییس د مالي او بانکي سکتور د وضعیت د لیدلو او ارزولو لپاره غور ولایت ته سفر وکړ

۱۴۴۶ د صفر المظفر ۲۹ - د افغانستان بانک د ټولو رییس ښاغلي نور احمد آغا د افغانستان بانک د نمایندګیو د لیدنو په لړ کې دا ځل د غور ولایت ته سفر وکړ او د دې څانګې له مسئولینو سره یې ولیدل. د دې لیدنو موخه د مالي او بانکي چارو ښه والی، خلکو ته د معیاري خدمتونو وړاندې کول او د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې مالي خدمتونو د پراختیا لپاره هڅې په ګوته شوي دي.

د افغانستان بانک د ټولو رییس د غور څانګې کارکوونکو ته په خپلو خبرو کې وویل چې تاسې حساسې او ارزښت لرونکي دندې لرئ او د اوسنیو شرایط په پام کې نیولو سره زموږ دنده ده، ترڅو خپل ملت او خلکو ته خدمت وکړو او اسانه او کیفیت لرونکي خدمتونو ته د هغوی لاسرسۍ ته زمینه برابره کړو.

ښاغلي نور احمد آغا د دې رسمي سفر په بله برخه کې د غور ولایت د سوداګریزو بانکونو له چارواکو سره هم ولیدل او پر یو شمېر موضوعاتو د بحث ترڅنګ یې د هغوی د کړنو څرنګوالي وارزاوه. هغه په غور ولایت کې د بانکونو د کړنو د کمزورتیاوو او پیاوړتیاوو په یادولو سره وویل چې د افغانستان بانک په ټول هېواد کې د مالي او بانکي خدمتونو پراختیا ته ژمن دی او په دې برخه کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

د افغانستان بانک د دې رسمي سفر په اوږدو کې د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو له استازو سره هم د یوې لنډې ناستې په اوږدو کې ولیدل او د صرافانو د کړنو په تنظیمولو او د مالي جریان په قانوني کولو کې یې د هغوی رول مهم وباله. هغه له صرافانو وغوښتل، ترڅو خپل رول د اړوند نافذه قانون په رڼا کې په ښه ډول ترسره کړي او له د افغانستان بانک سره د غیر بانکي مالي سکتور د ښه کېدو په برخه کې همکار پاتې شي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته