د افغانستان بانک سرپرست په شمال شرق زون کې له شیرخان بندر څخه لیدنه وکړه

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۳۱ - ۸:۲۸
د افغانستان بانک سرپرست په شمال شرق زون کې له شیرخان بندر څخه لیدنه وکړه

د ۱۴۴۴ د شوال المکرم ۳۰ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي الحاج هدایت الله بدري شمال شرق زون ته د خپل سفر په اوږدو کې د افغانستان بانک له نمایندګۍ څخه چې په شېرخان بندر کې ده لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس د شېرخان بندر نمایندګۍ مدیریت کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې د درنو خلکو او سوداګرو لپاره د غوره او آسانه خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي. په دې لیدنه کې د شیرخان بندر مدیریت کارکوونکو د افغانستان بانک له سرپرست رئیس سره د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو د ژمنې تر څنګ خپلې ستونزې او وړاندیزونه هم شریک کړل.

ښاغلي بدري د دوی د وړاندیزونو، ستونزو او نظریاتو تر اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې به یې ستونزو ته رسېدنه وکړي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د عزیزي بنسټ له بنسټګر سره ولیدل

د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا او لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر ښاغلي میرویس عزیزي سره وکتل او د بانکي سکتور د لا پرمختګ په تړاو یې هر اړخیز بحث. . .

بېرته خبرونه ته