د افغانستان بانک ۱۲ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۵ - ۱۲:۲۴
د افغانستان بانک ۱۲ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

۱۴۴۳ رمضان ۲۴ مه - د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۳ کال د رمضان د میاشتې په ۲۵ نېټه (۱۴۰۱/۰۲/۰۶) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې د اړتیا په صورت کې (۱۲) میلیونه امریکايي ډالره په لیلام ډول پلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابروي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د لیلام ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د لیلام ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د عزیزي بنسټ له بنسټګر سره ولیدل

د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا او لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر ښاغلي میرویس عزیزي سره وکتل او د بانکي سکتور د لا پرمختګ په تړاو یې هر اړخیز بحث. . .

بېرته خبرونه ته