د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۱:۲۰
د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

 1446 صفر المظفر 21 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د صفر المظفر د میاشتې په 22 نېټه (1403/06/05) د دو شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

د سوداګریزو بانکونو له لوري د ټولګټو پروژو د تمویل میکانیزم لاسلیک شو

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د افغانستان بانک او ماليې د محترم وزارت ترمنځ د سوداګریزو بانکونو د ګډون له لارې د ټولګټو پروژو د تمویل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۷:۳۸
Background image

د افغانستان بانک د تېر کال مهمې لاسته راوړنې د رسنیز کنفرانس له لارې له ملت سره شریکې کړې

د ۱۴۴۷ کال د محرم الحرام ۲۷ مه -  د افغانستان بانک ملت ته د حساب ورکولو په موخه د حکومت د رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په ترڅ کې د افغانستان له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۸:۱۹
Background image

د افغانستان بانک له مرکز، ختیځ او جنوب ختیځ زونونو څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د محرم الحرام ۲۵- د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د کړنلارې سره سم له مرکزي زون، جنوب ختیځ (ګردیز) او ختیځ (ننګرهار) زونونو څخه راټول شوي. . .

بېرته خبرونه ته