د صرافانو د ټولنې له استازو سره غونډه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۱۶ - ۱۶:۳۰
د صرافانو د ټولنې له استازو سره غونډه

۱۴۰۰ د لیندۍ ۱۶ مه– د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا په مشرۍ د صرافانو د ټولنې له استازو سره غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانۍ د ارزښت ساتنې، د افغانستان بانک له لوري د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو او صرافانو پر فعالیتونو د څارنې، جوازونو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعګانو په اړه خبرې وشوې او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

د افغانستان بانک لومړي او دویم مرستیال په یاده غونډه کې ژمنه وکړه چې د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د صرافانو ستونزو ته د رسېدنې لپاره ژمن دی او یادونه یې وکړه چې د افغانستان بانک به له ټولو ممکنه لارو هڅه وکړي چې د افغانیو ارزښت وساتي، د افغانستان بانک رهبري پلاوي صرافانو ته لارښوونه وکړه چې د افغانیو د ارزښت ساتنې په برخه کې له دافغانستان بانک سره همکار و اوسي.

د صرافانو ټولنې استازو هم ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به خپل مسئولیت ادا کړي او د افغانۍ د ارزښت ساتنې په برخه کې به مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال سربېره د دې بانک دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد، د دې بانک د یو شمېر آمریتونو آمرینو او د صرافانو د ټولنې استازو  هم ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

د صرافۍ د اتومات ماشینونو (ATM) څخه ګټه اخیستنه عملاً پیل کېږي

د افغانستان بانک د افغانستان د بانکونو له ټولنې او سوداګریزو بانکونو سره د غونډو پر تعقیب دا دي د سوداګریزو بانکونو لپاره داسې متحدالمال صادر کړی دی چې پر بنسټ به یې سوداګریز بانکونه په. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د بشري مرستو په لړۍ کې ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر مرسته نن کابل ته را ورسېده

۱۴۰۰ د مرغومي۲۰ مه-  افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو نغدي مرسته نن کابل ته را ورسېده.

د افغانستان بانک چې د هېواد د بانکي نظام څارونکی او مرکزي بانک دی د. . .

شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۸ - ۱۵:۲۰
Background image

مالي خدمتونو ته د خلکو د لا زیات لاسرسي په اړه غونډه

۱۴۰۰ د مرغومي ۱۸ مه – د افغانستان بانک د ریاست د دفتر د آمر ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ د افغانستان د بانکونو ټولنې او د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د مالي خدمتونو د پراختیا (د ATM. . .

بېرته خبرونه ته