د هېواد ولسمشر " د ۲۰۲۰ کال د جینیوا د کنفرانس د ژمنو د تطبیق د ورکشاپ" په اوږدو کې د افغانستان بانک د سرپرست لاسته راوړنې وستایلې

Mpoya
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲ - ۱۳:۵۵
د هېواد ولسمشر " د ۲۰۲۰ کال د جینیوا د کنفرانس د ژمنو د تطبیق د ورکشاپ" په اوږدو کې د افغانستان بانک د سرپرست لاسته راوړنې وستایلې

۱۳۹۹ د سلواغې ۳۰ – د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني د ۲۰۲۰ کال د جینیوا د کنفرانس په تعقیبي او د ژمنو د څیړنو په ورکشاپ کې د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي کړنې او لاسته راوړنې وستایلې.

د هېواد ولسمشر له نړیوالو دونرانو سره د افغانستان یوه مهمه ژمنه د فساد پر وړاندې مبارزه وګڼله او زیاته یې کړه چې له نېکه مرغه د اداینو د برېښنايي کولو طرحه د افغانستان بانک لخوا په چټکۍ سره د تطبیق په حال کې ده چې په عملي کېدو سره یې مونږ د فساد پر وړاندې د مبارزې  په برخه کې یو جدي ګام پورته کوو او د خپلو نړیوالو شریکانو سره د ژمنو په تطبیق کې په ښه توګه عمل کوو. د هېواد ولسمشر د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي رول د افغانستان د اداینو په برېښنايي کولو کې ټاکوونکی وباله او له هغه یې مننه وکړه.

د افغانستان بانک د هېواد اداینو د برېښنايي کولو پروسه په چټکۍ سره پلي کوي. د کوچنیو او سترو اداینو د برېښنايي کولو کار تر اوسه پورې شاوخوا ۹۰ سلنه بشپړه شوې او اوس مهال ټول دولتي او خصوصي بانکونه، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو سیستمونه، همدا ډول کابو څلور زره بازارونه او هټۍ له دې سیستم سره نښلول شوي دي.

په نږدې راتلونکي کې به د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د معاشونو اداینه هم له همدې لارې ترسره شي چې د هغوي لپاره ډېره ګټوره اسانتیا ده او د وخت په تیریدو سره به نغدي اداینې چې د پیسو د زړیدو لامل هم کیږي، له منځه ولاړې شي او خپل ځای به برېښنايي اداینو ته پریږدي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د عزیزي بنسټ له بنسټګر سره ولیدل

د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا او لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر ښاغلي میرویس عزیزي سره وکتل او د بانکي سکتور د لا پرمختګ په تړاو یې هر اړخیز بحث. . .

بېرته خبرونه ته