په بدخشان ولایت کې د عامه اعتبارونو د ثبت او د منقولو مالونو د رهني حقونو د ثبت د سیستمونو په اړه روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د افغانستان بانک په ولایتونو کې د ورکشاپونو او سیمنارونو په لړۍ کې دا ځل ښځینو سوداګرو، سوداګرو، صنعت کوونکو او خصوصي متشبثینو ته د عامه اعتبارونو د ثبت او د منقولو مالونو د رهني حقونو د ثبت د سیستمونو په اړه د پوهاوۍ یو ورځنۍ روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.
د عامه اعتبارونو د ثبت آمر ښاغلي داکتر سید عزیز سادات د ورکشاپ په پیل کې وویل چې د دې ورکشاپ موخه د سوداګرۍ د ودې او پرمختک په برخه کې مالي وجوه ته د اسانه لاسرسۍ لپاره د لازمه آسانتیاوو برابرول او د پوهاوۍ وړاندې کول.
هغه زیاته کړه چې د دې سیستمونو له جوړیدو څخه مخکې د زیاتو ادارو لپاره مالي وجوهو ته لاسرسۍ ستونزمن ؤ چې د یادو سیستمونو په جوړیدو سره مالي وجوهو ته لاسرسۍ زیاتوالی ومونده.
د ورکشاپ په دوام کې د عزیزي بانک، د افغانستان اسلامي بانک او د کوچنيو پورونو د بانک استازو د عامه اعتبارونو د ثبت او د منقولو مالونو د رهني حقونو د ثبت د سیستمونو لخوا په رامنځ ته شویو آسانتیاوو او د اړوندو بانکونو د پور ورکولو په شرایطو خبرې وکړلې.
د یادونې وړ ده چې د ورکشاپ په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شو.