له ننګرهار ولایت څخه د افغانستان بانک د پلاوي لیدنه

Mpoya
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۱ - ۱۴:۱۷
له ننګرهار ولایت څخه د افغانستان بانک د پلاوي لیدنه

د ۱۳۹۸ کال د مرغومې ۱۱ مه – د افغانستان بانک پلاوي په ننګرهار ولایت کې د افغانیو د کاروونې او دودولو پر وړاندې د خنډونو او ستونزو د له منځه وړلو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

د افغانستان بانک پلاوي هڅه وکړه چې د افغانۍ د کاروونې او د اسعارو د مخنیوي په موخه هغه ستونزې چې د وړو افغانیو بانکنوټونو شتون ته اړتیا لیدل کیده له نږدې و ارزوي او وروسته له هغه یې د اړتیا وړ افغاني بانکنوټونه د خلکو په واک کې ورکړل، څو ټول ننګرهاریان وکولای شي په خورا ښه توګه پير او پلور په افغانیو ترسره کړي چې له نیکه مرغه اوس پروسه په نورمال توګه پرمخ روانه ده.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک پلاوي وکولای شول چې په تېرو دوو ورځو کې نږدې دوه ملیاردو پورې د افغانیو بانکنوټونو ویش ترسره کړي، څو په بازار کې د افغانیو کمښت ستونزه له منځه ولاړه شي.

په همدې ترڅ کې د افغانستان بانک پلاوي خلکو ته ډاډ ورکړ چې په بشپړه توګه واړه او لوی افغاني بانکنوټونه شته چې بازار ته یې د راکړې او ورکړې په موخه وړاندې کړي.

په ننګرهار ولایت کې سوداګریز بانکونه (افغان ملي بانک، میوند بانک، پښتنې بانک ) اړ دي چې خلکو ته واړه او لوی افغاني بانکنوټونه په واک کې ورکړي او دوی خپلې اړتیاوې پرې بشپړې کړي.

پاتې دې نه وي چې په دې پلاوي کې د افغانستان بانک د پولي سیاست، مالي چارو د څارنې، بانکي عملیاتو او بازار عملیات لوی آمریتونو آمرین او د افغانستان بانک یوشمیر نور کارکوونکي ګډون لري.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د عزیزي بنسټ له بنسټګر سره ولیدل

د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا او لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر ښاغلي میرویس عزیزي سره وکتل او د بانکي سکتور د لا پرمختګ په تړاو یې هر اړخیز بحث. . .

بېرته خبرونه ته