د افغانستان بانک د اکاډمیکې ټولنې له څو تنو استادانو سره ګردی میز جوړ کړ

dab_admin
یکشنبه ۱۳۹۷/۹/۱۱ - ۱۴:۱۸
Da Afghanistan Bank

کابل، ۱۳۹۷ د لیندۍ ۱۰ د افغانستان بانک د افغانۍ د مبادلې نرخ د ټیکاو په تړاو د اکاډمیکې ټولنې له څو تنو استادانو سره د خبرو اترو لپاره ګردی میز جوړ کړ. د دې ګردي میز موخه د نورو اسعارو په ځانګړي توګه د امریکايي ډالرو په وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ او د نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې اترې او د نظرونو تبادله کول ؤ.

د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق د ګردي میز په پرانیستیزې ویناوو کې د افغانۍ د ټیکاو او د هغه د ارزښت ساتلو لپاره د افغانستان بانک د پروګرامونو په اړه نظر څرګند کړ او له ګډون کوونکو استادانو څخه یې وغوښتل چې د خپلو تجربو او علمي پوهاوۍ په شریکولو سره د افغانستان بانک سره د هر اړخیزو، ګټورو، اغېزناکو او د افغانستان د شرایطو په پام کې نیولو سره د پالیسۍ په طرحه کې مرسته وکړي.

د دې پروګرام په دوام کې د پولي سیاست لوی آمر ښاغلي نائب خان جمال د پولي سیاستونو په ګډون د بانک بنسټیزو دندو ته د اشارې ترڅنګ په لنډ مهاله، منځنمهاله او اوږد مهاله کې د افغانۍ د ټیکاو په برخه کې د پلان جوړونې په اړه معلومات وړاندې کړ او پر نورو اړوندو موضوعاتو باندې یې رڼا واچوله.

ورپسې د اقتصاد د څانګې ښاغلو استادانو د افغانستان بانک له چارواکو سره د اړوندې موضوع په اړه ګټوره نظرونه شریک او ورباندې یې بحث او نظرونه تبادله کړل چې د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي لخوا یې هرکلی وشو او د نیکو نظرونو یې ستاینه وشوه.

د یادولو وړ ده چې په دې ګردي میز کې د افغانستان بانک د لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق او لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر سربېره، له کابل پوهنتون څخه ډاکټر سیف الدین سیحون او ذبیح الله مدبر، له کاردان پوهنتون څخه ښاغلي ډاکټر خیبر خیشکي او احمد سینا سباوون، له ابن سینا پوهنتون څخه ښاغلي محمد امیر نوري او ډاکټر محمد توکلي، له کاتب پوهنتون څخه ښاغلي نجیب الله ارشد او محمد احسان عرفاني او د افغانستان بانک یو شمېر آمرینو او مرستیالانو هم ګډون کړی ؤ.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

بېرته خبرونه ته