د افغانستان بانک خبرتیا!

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۲۸ - ۱۶:۲۵
د افغانستان بانک خبرتیا!

درنو هېوادوالو:

د مخکنیو خبرتیاوو په تعقیب یو ځل بیا خبر ورکول کېږي چې د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره یوازې د افغانۍ هغه بانکنوټونه چې د لاندې ځانګړتیاوو لرونکي وي، د مندرسو بانکنوټونو په ډله کې شمېرل کېږي:

۱- د افغانۍ هغه بانکنوټونه چې ظاهري بڼه یې په بشپړه توګه بدله شوې وي.

۲-  د افغانۍ هغه بانکنوټونه چې د نا اټکل شویو پېښو له امله یې یوه برخه تخریب شوې او یا یې ظاهري بڼه بدله شوې وي، خو اصلیت یې د پېژندلو وړ وي او په بازارونو کې د چلښت وړ نه وي او د واټرمارک، ظاهري امنیتي نښو او دواړو لاسلیکونو په ګډون یې له شپېته سلنې زیاته برخه موجوده وي.

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

د افغانۍ نور بانکنوټونه چې پورته ذکر شوې ځانګړنې ونلري په روغو بانکنوټونو کې حسابېږي او په پولي راکړو ورکړو کې د کارونې وړ دي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره د افغانستان بانک د لومړي مرستیال غونډه

د ۱۴۴۷ کال د ربیع الثاني د میاشتې ۲۷ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د بانکي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

بېرته خبرونه ته