د ایکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک (ETDB) د مدیره پلاوي د څلور نوي یمې غونډې جوړیدل

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳۱ - ۱۱:۳۶
د ایکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک (ETDB) د مدیره پلاوي د څلور نوي یمې غونډې جوړیدل

د ایکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک (ETDB) د مدیره پلاوي څلور نوي یمه غونډه د ۱۴۴۳ کال د ذوالقعدې په ۲۱ (۱۴۰۱/۰۳/۳۰) نېټه په انلاین ډول ترسره شوه. په دې غونډه کې د ایکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک د رئیس او د هغه د مدیره پلاوي غړو ګډون درلوده.

په دې غونډه کې لومړی د مدیره پلاوي د غړو لخوا مخکینۍ صورت جلسه تصویب شوه او وروسته د یاد بانک مالي راپورونه او د ۲۰۲۱ کال کلنی راپور د مدیره پلاوي لخوا د تائید وړ وګرځېدل.

ورپسې د پاکستان یو شمېر مالي ادارو ته د پور ټاکلې کچه (حد) تر بیاکتنې لاندې ونیول شو او د غړي هېواد ایران یو شمېر بېخبنسټیزو پروژو ته د ایکو بانک د پورونو د بېرته اداینې راپور وړاندې شو.

په پای کې، له اجنډا سره سم د دې بانک د یو شمېر مقررو او پالیسیو د تصویب او تعدیل په اړه بحث او اړینې پرېکړې وشوې.

د یادونې وړ ده چې دا بانک په سیمه کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د مالي او اعتباري اسانتیاوو د رامنځ ته کولو، دودولو او وړاندې کولو او همدا ډول د ایکو سازمان د مجموعې تر چتر لاندې د غړو هېوادونو د اقتصادي پراختیا د چټکتیا په موخه تأسیس شوی، چې مرکز یې د ترکیې په استانبول ښار کې دی. افغانستان هم په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د دې بانک غړیتوب ترلاسه کړی او د یاد بانک په غونډو کې په منظمه توګه ګډون کوي.

د افغانستان بانک تل هڅه کړې څو له نړیوالو او سیمه ایزو مالي سازمانونو سره د خپلو اړیکو د تأمینولو او ښه والي په برخه کې فعاله ونډه ولري او د بانکي او مالي اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د پام وړ رول ولوبوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره د افغانستان بانک د لومړي مرستیال غونډه

د ۱۴۴۷ کال د ربیع الثاني د میاشتې ۲۷ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د بانکي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

بېرته خبرونه ته