د سترو معاملو (د اسعارو د مبادلې) د راپورونو د راټولولو بهیر پیل شو

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۳ - ۱۲:۱۷
د سترو معاملو (د اسعارو د تبادلې) د راپورونو د راټولولو بهیر پیل شو

د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د سترو معاملو (د اسعارو د مبادلې) د راپورونو د راټولولو بهیر د هېواد په کچه پیل شو.

د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، وویل چې د پیسو د وینځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شویو عوایدو د مخنیوۍ د قانون د اولسمې مادې د حکم او د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کړنو د تنظیم مقررې د دري دېرشمې مادې پربنسټ، د هېواد په کچه ټول صرافان او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي اړ دي څو د خپلو اسعارو د مبادلې د سترو معاملو راپورونه چې د راپور ورکونې حد یې په یاده مقرره کې ټاکل شوی دی، د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د څېړنې مرکز ته وړاندې کړي.

ورپسې د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د څېړنې د مرکز آمر ښاغلي نثار احمد یوسفزی د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د اسعارو د مبادلې د معاملو د راپور ورکونې د پروژې د بشپړیدو راپور د وړاندې کولو ترڅنګ، وویل چې د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د څېړنې مرکز د قانون د حکمونو او د یادې مقررې د ښه تطبیق په موخه په ټول هېواد کې د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د اسعارو د مبادلې د سترو معاملو د راپورونو د راټولولو بهیر پیل کړی او د راپور ورکونې په بهیر کې یې د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو او د روڼتیا او محرمیت د ساتلو په موخه مناسب اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي چې دا اقدامات په ملي او نړیواله ژبو د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د سترو معاملو (د اسعارو د مبادلې) د راپورونو د ترلاسه کولو لپاره د برېښنايي راپور ورکونې د پوستکالي جوړول؛ صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو جوړول، د اسعارو د مبادلې د سترو معاملو د راپورونو د وړاندې کولو په موخه صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو لپاره د یوزرونو جوړول؛ د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو لخوا د سترو معاملو (د اسعارو د مبادلې) د راپورونو راټولول، رانغاړي.

په پای کې د افغانستان بانک مشریزه پلاوي د هېواد په کچه د صرافیو او د پولي خدمتونو د بازارونو د ټولنو له هر اړخیزه همکاریو څخه د مننې ترڅنګ د راپورونو د راټولیدو د بهیر په دوام ټینګار وکړ.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

ښاغلي فیض احمد خوافي د حیات الله زوی، د حبیب الله لمسی چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی، په هېواد کې د بانکوالۍ د جواز د ترلاسه کولو په موخه پر ۲۲/۰۹/۱۴۰۴ نېټه خپل غوښتنلیک د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

بېرته خبرونه ته