د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۶ - ۱۶:۱۶
د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

۱۴۴۳ د شوال ۱۶ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا پر مشرۍ د افغانستان د بانکونو ټولنې او د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د بانکونو د امنیت ساتنې، خلکو ته پر وخت د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو، پیسو د لېږد را لېږد او د یو شمېر نورو بانکي موضوعګانو په اړه خبرې اترې وشوې او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا یادونه وکړه چې د افغانستان بانک ژمن دی چې د سوداګریزو بانکونو لپاره اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي، ترڅو یاد بانکونه له دې لارې د خلکو لپاره غوره خدمتونه وړاندې کړي.

ښاغلي نور احمدآغا زیاته کړه چې د چارو د لا همغږۍ او پرمختګ لپاره به د افغانستان بانک او سوداګریزو بانکونو دا ډول غونډې دوام ولري.

د افغانستان د بانکونو ټولنې او سوداګریزو بانکونو استازو هم له خپله اړخه د درنو هېوادوالو لپاره د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو ژمنه وکړه.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد او د افغانستان بانک د بانکي چارو د څارنې لوی آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت هم ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

بېرته خبرونه ته