د سوداګریزو شرکتونو له استازو سره غونډه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۰ - ۱۴:۴۹
د سوداګریزو شرکتونو له استازو سره غونډه

۱۴۴۴ ربیع الثاني ۶ مه – د افغانستان بانک د بانکي څارنې د لوی آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت په مشرۍ د سوداګریزو شرکتونو له استازو سره غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د سوداګریزو شرکتونو استازو خپلې مالي او بانکي ستونزې د افغانستان بانک سره شریکې کړې او په مالي او بانکي برخو کې یې د وروستیو پرمختګونو ستاینه وکړه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک د بانکي څارنې لوی آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت د سوداګریزو شرکتونو له استازو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او یادونه یې وکړه چې د افغانستان بانک ژمن دی چې د سوداګرو لپاره په مالي او بانکي برخو کې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

نوموړي د سوداګریزو شرکتونو له استازو سره په خبرو کې یادونه وکړه چې له نېکه‌مرغه بانکي نظام د کړکېچ له حالت څخه راوتی دی او اوس مهال یې کړنې د عادي کېدو په حال کې دي همدارنګه په نورو برخو کې هم اسانتیاوې رامنځته شوې دي تمه ده چې ډېر ژر به د پرمختګ مرحلې ته ورسېږو.

باید وویل شي چې په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د پالیسۍ ستر سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي او د بانکي څارنې آمریت مرستیال هم ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

بېرته خبرونه ته