د پاسپورت ریاست په ودانۍ کې د ننه د افغانستان بانک د نمایندګۍ فعالېدل

Mpoya
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۹ - ۱۶:۱۹
د پاسپورت ریاست په ودانۍ کې د ننه د افغانستان بانک د نمایندګۍ فعالېدل

۱۴۴۴ محرم الحرام ۲۲ – د افغانستان بانک خلکو ته د غوره او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو په موخه خپله اوومه ښاري څانګه د پاسپورت ریاست په ودانۍ کې فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارله. د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد د یادې ودانۍ د پرانیستې پر مهال یادونه وکړه چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې د خلکو لپاره غوره او پر وخت خدمتونه وړاندې کړي.

د نوموړي په خبره د پاسپورت ریاست په د ننه کې د افغانستان بانک د اوومې ښاري څانګې په فعالېدو سره به د هغو هېوادوالو لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي چې غواړي پاسپورتونه تر لاسه کړي، تر دې وړاندې خلک اړ وو چې د پاسپورت تعرفې د تسلیمۍ لپاره د پاسپورت ریاست څخه د باندې د افغانستان بانک نمایندګیو ته مراجعه وکړي، خو لدې سره به د پاسپورت ټولې چارې په یوه ودانۍ کې بشپږېږي.

د افغانستان بانک دا نمایندګي چې د پاسپورت په ریاست کې فعاله شوېده ۱۵ غرفې لري چې له دې ډلې ۱۰ یې نارینه او ۵ یې د ښځینه مراجعینو لپاره ځانګړې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د پاسپورت ریاست مرستیال د افغانستان بانک له مسئولینو مننه وکړه چې د پاسپورت ریاست په دننه کې یې خپله ودانۍ پرانیسته، نوموړي له خپله اړخه د افغانستان بانک سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

باید وویل شي چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې د درنو هېوادوالو لپاره په بېلابېلو مالي او بانکي برخو کې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

بېرته خبرونه ته