هېواد ته د ۴۰ میلیونه نغدو امریکایي ډالرو د بشري مرستې را رسېدل

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۰ - ۱۴:۲
هېواد ته د ۴۰ میلیونه نغدو امریکایي ډالرو د بشري مرستې را رسېدل

۱۴۴۴ صفر المظفر ۲۴ مه - افغانستان ته د مرسته کوونکو هېوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو نغده کڅوړه را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

د افغانستان بانک هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو له راتګ هر کلی کوي او د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ له دې ټولنې غواړي چې په نورو برخو کې هم له افغانستان سره تعامل او همکاري ولري.

د افغانستان بانک مشرتابه په دې باور دی چې د بانکي سکتور له لارې د بشرپاله مرستو تر سره کول روڼتیا رامنځته کوي او خلکو ته مرستو د رسولو په برخه کې آسانیتاوې راولي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

بېرته خبرونه ته