په ختیځ زون کې د برېښنايي سیستم د پراختیا په اړه د عامه پوهاوۍ پروګرام جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۷ - ۷:۴۰
په ختیځ زون کې د برېښنايي سیستم د پراختیا په اړه د عامه پوهاوۍ پروګرام جوړ شو

د افغانستان بانک، په هېواد کې د برېښنايي سیستم د پراختیا په اړه د پوهاوۍ او ښوونیزو پروګرامونو د جوړیدو په ترڅ کې دا ځل ګڼ شمېر سوداګرو، د سوداګریزو بانکونو، ګمرکونو او د سوداګرۍ د خونې استازو لپاره ښوونیز ورکشاپ جوړ کړ.

په پیل کې د افغانستان بانک د ختیځ زون آمر ښاغلي احمد زي توحیدیار خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د بريښنایي ورکړې په سیستم کې د چمتو شویو اسانتیاوو په کارونې سره سوداګر او د دولت د عوایدو ورکوونکي کولای شي د سوداګریزو بانکونو له لارې د دولت عواید له جغرافیايي محدودیت پرته او په خپل وخت اړوندو حسابونو ته ولیږدوي.

وروسته د افغانستان بانک د بانکي عملیاتو مرستیال ښاغلي شفیق الله شفق په مالي نظام کې د ورکړې د سیستم د ارزښت په اړه د پریزنټیشن د وړاندې کولو تر څنګ د ورکړې د برېښنايي سیستم چې د سوداګرو د ځان او مال د خوندیتوب لامل کیږي، د موخو، ګټو او ترلاسه شویو پایلو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د اداینو د آمریت د څېړنې او پراختیا مدیر ښاغلي فرید سکندري د ورکړې په سیستم کې د معاملو د د ترسره کولو د څرنګوالي او د ماليې وزارت استازي ښاغلي حمید سلطاني د معاملو د ګمرکي پړاونو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده چې د غونډې په پای کې ښاغلي فضل ربي حمیم، د ننګرهار ولایت استازي د سوداګرو لپاره د افغانستان بانک له لوري د فرصتونو او اسانتیاوو چمتو کولو څخه د یادونې ترڅنګ مننه وکړه او د دې ګټورو پروګرامونو د دوام غوښتونکی شو.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

بېرته خبرونه ته