د اسعارو په وړاندې د افغانۍ د ملاتړ کنفرانس جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۲ - ۱۵:۵۹
د اسعارو په وړاندې د افغانۍ د ملاتړ کنفرانس جوړ شو

د افغانستان د صنایعو ټولنې د پاپوش کمیټې لخوا د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې په ۹ نیټې د یکشنبې په ورځ د اسعارو په وړاندې د افغانۍ د ملاتړ کنفرانس جوړ شو.

دا کنفرانس د پاپوش کمیټې د رئیس ښاغلي حاجي ظریف ګل ځدران لخوا د هرکلی له پیغام سره پیل شو او ورپسې د افغانستان د صنایعو ټولنې عمومي رئیس ښاغلي سخي احمد پیمان د افغانۍ د کارولو او د اسعارو په وړاندې د هغه د ارزښت په اړه خبرې وکړلې او د خپلو هر اړخیزو خبرو له لارې یې د هېواد د ملي صنایعو ستونزې وڅېړلې.

ورپسې د افغانستان د صنایعو ټولنې مرستیالانو هر یو ښاغلي حاجی عبدالجبار صافي او ښاغلي حاجي عبدالصمد خان سیدي او د افغانستان د صنایعو ټولنې اجرائیوي رئیس ښاغلي کریم عظیمي د پاپوش سکتور، ننګونو او ستونزو، د دې سکتور د ظرفیت او د اسعارو په وړاندې د افغانۍ د ملاتړ د کنفرانس په اړه خبرې وکړلې او د کنفرانس له ګډونوالو سره یې خپل نظرونه شریک کړل.

د دې ترڅنګ، د افغانستان بانک د پولي سیاست عمومي آمر ښاغلي نایب خان جمال د افغانستان بانک په استازیتوب د ټولو صنعتکارانو په تېره بیا د افغانستان د صنایعو ټولنې د پاپوش له کمیټې څخه د اسعارو په وړاندې د افغانۍ د ملاتړ د کنفرانس د جوړولو لپاره مننه او ستاینه وکړه او د افغانۍ د دودولو او ملاتړ په موخه د دا شان کنفرانسونو د جوړولو په برخه کې یې د افغانستان بانک هر اړخیزه همکارۍ او ملاتړ اعلان کړ.

ښاغلي جمال زیاته کړه چې د افغانستان بانک د افغانۍ د دودولو او کارولو په موخه په مرکز او ولایتونو کې د اړیکو او خبر رسولو د بیلابیلو وسایلو په مرسته یو شمېر بیلابیل کمپاینونه او د عامه پوهاوۍ پروګرامونه په لاره اچولي دي او هڅه کوي چې د دې پروژې د ملاتړ لپاره خلک متقاعده کړي.

د کنفرانس په ترڅ کې د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونې رئیس ښاغلي شیرباز کمین زاده هم د یاد کنفرانس او د پاپوش سکتور ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه چې د دې تولیدي ټولګې د ستونزو د حلولو په برخه کې به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي. د دې ترڅنګ، د افغانستان د سوداګریو خونې مرستیال ښاغلی حاجي باز محمد افسرزی هم د خپلو خبرو پرمهال د افغانستان د صنایعو ټولنې د پاپوش کمیټې له دې اقدام څخه ملاتړ وکړ.

په پای کې، د هېواد د ختیځ زون د هټۍ والو په استازیتوب ښاغلي معلم حضرت خان خپله بیانیه وړاندې کړه او د افغانۍ د ملاتړ لپاره یې خپل غوڅ ملاتړ څرګند کړ. د یادولو وړ ده چې د کابل د بوټ ګنډونکو ټولنې رئیس ښاغلي جامي او د مدني ټولنې په استازیتوب ښاغلي رشتیا هم د خپلو خبرو پرمهال د افغانۍ د ملاتړ کنفرانس وستایه.

د غونډې په پای کې د ښاغلي انجنیر دوست محمد لخوا د دې کنفرانس پرېکړه لیک ولوستل شو او بیا د فصل نوین ادارې لخوا د افغانستان د صنایعو ټولنې عمومي رئیس، د پاپوش کمیټې مسوولینو او د ختیځ زون د هټۍ والو استازو ته ستاینلیکونه ورکړل شو.  

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۲:۴۰
Background image

د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ ۲۳ کلنۍ غونډه

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد اغا او مل پلاوي د روان میلادي کال د جولای د میاشتې د ۱ - ۳ نېټې پورې د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ په درویشتمه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1447 محرم‌ الحرام 5 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1447 کال د محرم‌ الحرام د میاشتې په 6 نېټه (1404/04/11) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ پلاوی مراکش ته په سفر روان شو

۳ محرم‌ الحرام ۱۴۴۷ هـ ق – د افغانستان بانک سرپرست رئیس، ښاغلی نور احمد آغا، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مراکش هېواد ته په سفر روان شو، څو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په کلنۍ. . .

بېرته خبرونه ته