د صرافانو د ټولنې له مسؤولینو سره د غونډې جوړول

Mpoya
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۹ - ۱۰:۲۳
د صرافانو د ټولنې له مسؤولینو سره د غونډې جوړول

کابل، ۱۳۹۸ د سلواغې ۱۶- د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر تر مشرۍ لاندې د صرافانو د ټولنې په ځانګړې توګه د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ننګونو او ستونزو په اړه غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې د افغانستان بانک د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشېر د صرافانو د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د صرافانو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره به د اړوندو قوانینو په رڼا کې حل لارې په پام کې ونیول شي.

د غونډې په پای کې پریکړه وشوه څو د افغانستان بانک د صرافانو د ټولنې او د پولي خدمتونو د مؤسسو د ستونزو د حل لپاره د هېواد د ملي امنیت له شورا سره ګډه غونډه جوړه کړي.  

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره د افغانستان بانک د لومړي مرستیال غونډه

د ۱۴۴۷ کال د ربیع الثاني د میاشتې ۲۷ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د بانکي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

بېرته خبرونه ته